انصار: ( د وری 26مه)، ټاکل شوې چې د اپرېل میاشتې پر ۱۵مه نېټه له پاکستان څخه د افغان کډوالو د ایستلو ضرب الاجل له پایته رسېدو سره سم د افغان کډوالو د راستنولو نوې لړۍ پیل شي.
د کډوالو لپاره د ګډ اقدام کمېټې په تازه راپور کې ویلي چې د پاکستان حکومت د دغه ضرب الاجل له پایته سره سم به له یاد هېواد څخه د هغو ۸۵۰ زره افغان کډوالو د ایستلو پروسه پیل شي چې د افغان تابعیت کارتونه ورکړل شوي دي.
تر دې وړاندې د پاکستان حکومت خبرداری ورکړی چې که تر یادې نېټې دغه کډوال پخپله ونه وځي، دوی به یې په زور له خپله هېواده وباسي.
تېر کال هم د پاکستان حکومت نیم میلیون افغان کډوال بیرته افغانستان ته راستانه کړل.
تر دې وړاندې د طالبانو حکومت، نړیوالې ټولنې، د کډوالۍ نړیوال سازمان او ګڼو نورو ادارو او دولتونو له پاکستان څخه غوښتي چې دغه پرېکړه بیرته واخلي.
URL تعقيب: https://www.ansarpress.com/pashto/31081